د افغانستان د ښځو راویښېدنې مؤسسه (AOWA) په تېرو دوو ورځو کې د غور ولایت، په ځانګړې توګه د مرغاب، چهارصده او الفاروق ولسوالیو کې د رامنځته شوو سختو او ویجاړوونکو سېلابونو له امله خپله ژوره خواشیني او اندېښنه څرګندوي. دا طبیعي پېښه یوازې یو عادي زیان نه، بلکې یوه جدي بشري او معیشتي فاجعه ده.

یادو سېلابونو پراخې کرنیزې ځمکې له منځه وړي، ګڼ شمېر مالدارۍ یې تلف کړې، د خلکو شتمنۍ او کورني وسایل یې زیانمن کړي او د سلګونو کورنیو د عاید سرچینې یې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي. هغه کورنۍ چې له دې وړاندې هم له بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ وې، اوس د ژوند له یوې نوې او درنې ازموینې سره مخامخ دي.

د غور خلک نن تر بل هر وخت زیات د پاملرنې، خواخوږۍ او عملي مرستې اړتیا لري. د دې لوی ناورین پر وړاندې چوپ پاتې کېدل، د زرګونو زیانمنو ښځو، سړیو او ماشومانو د درد او کړاو له پامه غورځول دي؛ هغو کسانو چې د دوی د ژوند هیله او معیشت د سېلابونو په خټو کې ښخ شوی دی.

د افغانستان د ښځو راویښېدنې مؤسسه له ټولو ملي او نړیوالو ادارو، بشري مرستندویه سازمانونو، اړوندو مسؤلو بنسټونو، خیریه سوداګرو او ټولو باوجدانه اشخاصو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې دغه غمیزه په بېړني ډول د خپلو لومړیتوبونو برخه وګرځوي او د عاجلې سروې، فوري بشري مرستو، خوراکي توکو، لنډمهاله سرپناه، د مالدارۍ د ساتنې او د کرنیزو زیانونو د جبران لپاره ژر اقدام وکړي.

نن د نندارې وخت نه دی؛
نن د یووالي، خواخوږۍ او عمل وخت دی.

د غور له خلکو سره درېدل، له هغو کورنیو سره درېدل دي چې په تر ټولو لږو امکاناتو د ژوند له تر ټولو ستر ناورین سره مقابله کوي.
راځئ چې د هغوی د مرستې چیغې د بې‌پروایۍ په شور کې ورکې نه شي.

Categories Uncategorized

About AOWA