نن ورځ رسنۍ او ټولنیزې شبکې د انسانانو د ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې دي. ډېر خلک د خبرونو ترلاسه کولو، زدهکړو، اړیکو نیولو، معلوماتو راټولولو او د ورځنیو پېښو په اړه د پوهاوي لپاره له انټرنېټ او ټولنیزو شبکو څخه ګټه اخلي. دغه امکانات د زدهکړې او اړیکو لپاره ارزښتناک فرصتونه برابروي؛ خو له دې فرصتونو سره یوځای ځینې ننګونې هم شته، لکه د ناسمو معلوماتو او اوازو خپرېدل، د شخصي حریم نقض او په مجازي فضا کې ناوړه ګټه اخیستنه. له همدې امله، له رسنیو څخه په باخبره او مسؤلانه ډول د ګټې اخیستنې وړتیا د ننني ژوند په مهمو مهارتونو کې شمېرل کېږي.
رسنیز سواد دې ته ویل کېږي چې یو کس وکولای شي د رسنیو له لارې ترلاسه شوي پیغامونه او معلوماتو ته لاسرسی ومومي، هغه درک کړي، وارزوي او په سمه توګه ترې ګټه واخلي. هغه څوک چې دا وړتیا لري، هر خبر، انځور یا پیغام له ارزونې پرته نه مني، بلکې مخکې له دې چې باور پرې وکړي یا یې له نورو سره شریک کړي، د هغه د سرچینې، رښتینولۍ او د خپرېدو د موخې په اړه فکر کوي. د بېلګې په توګه، که یو خبر په یوه ډله یا ټولنیزه پاڼه کې خپور شي، غوره ده چې د بیا خپرولو مخکې یې اصلي سرچینه او اعتبار وڅېړل شي؛ ځکه ناسم خبر کولای شي د خلکو ترمنځ اندېښنه، ناسم پوهاوی او ان د افرادو او کورنیو لپاره زیانونه رامنځته کړي.
د رسنیز سواد له مهمو برخو څخه یوه د سمو او ناسمو معلوماتو پېژندل دي. کله ناکله یو پخوانی انځور د یوې نوې پېښې په توګه خپرېږي، د یوه خبر یوه برخه له بشپړ وضاحت پرته شریکېږي، یا یوه اوازه د باوري خبر په بڼه وړاندې کېږي. د دې لپاره چې د ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې رانشو، باید د خبر سرچینې، د خپرېدو نېټې، شته شواهدو او د رسنۍ اعتبار ته پام وکړو او که په اړه یې شک موجود وي، له خپرولو یې ډډه وکړو. همدارنګه، یوازې د دې لپاره چې یو مطلب ډېرو کسانو شریک کړی وي، باید هغه سم ونه ګڼو.
په مجازي فضا کې د شخصي حریم ساتنه هم له مهمو مسؤلیتونو څخه ده. شخصي معلومات، د حسابونو پټنومونه، د هویت اسناد، د استوګنې پته او شخصي انځورونه باید له اړتیا او ډاډ پرته له نورو سره شریک نه شي. مخکې له دې چې د نورو خلکو عکسونه، ویډیوګانې یا معلومات خپاره کړو، باید د هغوی رضایت او حقونو ته درناوی وکړو. د قوي پټنومونو کارول، د دویم پړاو هویتتایید فعالول او د مشکوکو لینکونو او فایلونو له پرانیستلو ډډه کول هم کولای شي د ناوړه ګټې اخیستنې او شخصي حسابونو ته د غیرمجاز لاسرسي خطر راکم کړي.
ماشومان او تنکي ځوانان د انټرنېټ د کارولو پر مهال لا ډېرې پاملرنې او لارښوونې ته اړتیا لري. کورنۍ کولای شي د دوستانه خبرو اترو له لارې، پرته له دې چې په هغوی کې وېره رامنځته کړي، د مجازي فضا د احتمالي خطرونو په اړه پوهاوی ورکړي. نورو ته د پټنوم نه ورکول، له ناپېژندل شویو کسانو سره له خبرو اترو ډډه کول، د ځورونکو پیغامونو راپور ورکول او له مور، پلار یا باوري کسانو څخه د مرستې غوښتل هغه مهم ټکي دي چې باید ماشومانو او تنکي ځوانانو ته ور وښودل شي. په عین وخت کې، باید هغوی ته فرصت ورکړل شي چې له انټرنېټ څخه د زدهکړې او نورو ګټورو موخو لپاره هم استفاده وکړي.
له رسنیو څخه مسؤلانه ګټه اخیستنه یوازې د خپل ځان ساتنې پورې محدوده نه ده، بلکې له نورو سره زموږ چلند هم اهمیت لري. سپکاوی، ګواښ، ملنډې وهل، د اوازو خپرول او د نورو خلکو د انځورونو له اجازې پرته شریکول کولای شي د هغوی حیثیت، ارامتیا او حقونو ته زیان ورسوي. مجازي فضا هم د واقعي چاپېریال په څېر درناوي، رښتینولۍ، مسؤلیتپذیرۍ او د انسانانو د حقونو رعایت ته اړتیا لري. مخکې له دې چې یو پیغام ولیکو یا یو مطلب خپور کړو، غوره ده چې د هغه احتمالي پایلو ته فکر وکړو.
Afghanistan Organization Women Arise (AOWA) د پوهاوي، زدهکړو او د ژوند د مهارتونو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کوي. له رسنیز سواد سره بلدتیا کولای شي له افرادو، کورنیو او په ځانګړي ډول له ځوان نسل سره مرسته وکړي چې د ډیجیټلي نړۍ له فرصتونو څخه ښه ګټه واخلي، د ناسمو او ګمراه کوونکو معلوماتو پر وړاندې هوښیار واوسي او د خپل ځان او نورو د حقونو او شخصي حریم ساتنه وکړي. په داسې نړۍ کې چې معلومات په ډېرې چټکۍ خپرېږي، یوازې د معلوماتو ترلاسه کول بسنه نه کوي؛ بلکې باید په باخبره توګه فکر وکړو، په مسؤلانه ډول انتخاب وکړو او له پوره پاملرنې سره عمل وکړو.