د جون څلورمه د ملګرو ملتونو له خوا د «د تاوتریخوالي او تېري قرباني ماشومانو نړیوالې ورځې» په توګه نومول شوې ده. دا ورځ د نړۍ د هغو میلیونونو ماشومانو د کړاوونو یادونه کوي چې د جګړو، شخړو، تاوتریخوالي، بېځایه کېدو، فقر او بېپاملرنې له امله له خپلو اساسي حقونو څخه محروم شوي دي.
ماشومان د ټولنې تر ټولو زیانمنېدونکې طبقه ده او د جګړو، تاوتریخوالي او بشري بحرانونو له اغېزو څخه تر بل هر قشر ډېر زیان ویني. د زده کړو له فرصتونو محرومېدل، د امنیت نشتوالی، ناوړه ګټه اخیستنه، سخت کار، له وخته مخکې او جبري ودونه، او رواني او فزیکي ستونزې یوازې د هغو ستونزو یوه برخه ده چې ماشومان یې د بحراني شرایطو پر مهال تجربه کوي.
افغانستان په تېرو لسیزو کې د جګړو، بېثباتۍ، فقر او بشري بحرانونو پراخې اغېزې د ماشومانو پر ژوند لیدلې دي. په داسې شرایطو کې د ماشومانو ملاتړ، زده کړو ته د لاسرسي برابرول، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی او د هغوی د ودې او پرمختګ لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول، یوه ګډه ملي او انساني دنده ده.
د افغانستان د ښځو د راویښېدو مؤسسه (Afghanistan Organization Women Arise – AOWA) باور لري چې د ماشومانو ساتنه د ټولنې په راتلونکي کې پانګونه ده. موږ د ماشومانو د حقونو پر تأمین، د هر ډول تاوتریخوالي، ناوړه ګټې اخیستنې او تبعیض د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کوو او د کورنیو، دولتي ادارو، مدني ټولنو او نړیوالې ټولنې له ګډو هڅو څخه د ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کوو.
د تاوتریخوالي او تېري قرباني ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ د ټولنې له ټولو غړو غوښتنه کوو چې د ماشومانو د ساتنې، د ماشوم د حقونو د درناوي او د هغوی لپاره د خوندي او ملاتړي چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې جوړوونکي دي؛ د هغوی ساتنه زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
د افغانستان د ښځو د راویښېدو مؤسسه
Afghanistan Organization Women Arise (AOWA)
