کورنۍ د ټولنې لومړنی او تر ټولو مهم بنسټ دی چې د انسان د شخصیت جوړونې، روزنې، رواني سلامتۍ او د ټولنې د راتلونکي په جوړولو کې اساسي رول لري. ملګرو ملتونو د مې پنځلسمه نېټه د «کورنۍ نړیواله ورځ» نومولې ده، څو د کورنۍ اهمیت او د دوامدار پرمختګ، ټولنیز یووالي او انساني ارزښتونو په پیاوړتیا کې یې رول لا زیات روښانه شي.

دا ورځ موږ ته فرصت راکوي چې د سالمې، خوندي او باثباته ټولنې په جوړولو کې د کورنۍ پر رول فکر وکړو او د کورنیو اړیکو د پیاوړتیا، متقابل درناوي، د ښځو او ماشومانو د ملاتړ او له تاوتریخوالي پاک چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ګډې هڅې وکړو.

په افغانستان کې کورنۍ نه یوازې د ټولنیز او فرهنګي ژوند محور ګڼل کېږي، بلکې د ستونزو او سختیو پر وړاندې د امید، همدردۍ او زغم مهمه سرچینه هم ده. خو له بده مرغه بېوزلي، بېسوادي، کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه، کډوالي او اقتصادي ستونزې د ډېرو کورنیو ثبات او هوساینه له ګواښ سره مخ کړې ده. په داسې شرایطو کې د کورنیو ملاتړ او د ټولنیزې پوهاوي لوړول یوه جدي اړتیا ده.

اسلام مبارک دین هم په کورنۍ کې پر مینې، مهربانۍ، عدالت او مسؤلیت‌پالنې ډېر ټینګار کړی دی. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«ستاسې غوره انسان هغه دی چې له خپلې کورنۍ سره غوره چلند ولري.»

هغه کورنۍ چې په کې درناوی، همکاري، زده کړه او عدالت موجود وي، د راتلونکي نسل د سالمې ودې زمینه برابروي.

د افغانستان  (AOWA) باور لري چې د ښځو پیاوړتیا، د ماشومانو د حقونو ملاتړ، زده کړو ته لاسرسی، د عامه پوهاوي لوړول او ټولنیز مشارکت کولی شي د کورنیو د پیاوړتیا او د هېواد د ښه راتلونکي په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

د کورنۍ نړیوالې ورځې په مناسبت، افغانستان  (AOWA) له ټولو ادارو، د ټولنې مشرانو، کورنیو او ځوانانو څخه غواړي چې د سالم، خوندي او د متقابل احترام پر بنسټ د کورني چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ګډ کار وکړي؛ ځکه سالمه کورنۍ د یوې بریالۍ او باثباته ټولنې بنسټ دی.

Categories Uncategorized

About AOWA