د نفوس په زیاتوالي او په کلیوالو سیمو کې د مصرفي بڼې په بدلېدو سره، د کورنیو کثافاتو مدیریت په یو مهم چاپیریالي او روغتیایی ننګونه بدل شوی دی. د افغانستان د ښځو د راپورته کېدو موسسه (AOWA) د دوامداره پراختیا او د چاپیریال ساتنې روغتیا د کچې د لوړولو په موخه، په سیمه‌ییزه کچه د کثافاتو د سم مدیریت او له سرچینې څخه د هغوی د جلا کولو پراخ روزنیز پروګرامونه پیل کړي دي. د کثافاتو ناینځلي راټولېدل نه یوازې د ځمکې او ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا سبب کېږي، بلکې د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو ته هم لاره هواروي؛ په داسې حال کې چې د هغو سم مدیریت کولای شي چاپیریالي ګواښونه په اقتصادي فرصتونو بدل کړي.

په کلیوالو کورونو کې د تولید شویو کثافاتو لویه برخه عضوي او د تجزیې وړ توکي جوړوي، لکه د سبزیجاتو پاتې شوني، د میوو پوستکي او د کرنې ضایعات. په طبیعي سره باندې د دې توکو بدلول، د کورنیو باغچو او کرنیزو ځمکو د خاورې کیفیت ښه کولو لپاره یو له خورا کم لګښته او اغېزمنو لارو څخه دی. د طبیعي سرې کارول نه یوازې د ګران بیه او زیان رسونکو کیمیاوي سرو ته د بزګرانو اړتیا کموي، بلکې د خاورې رطوبت ساتي، د حاصلاتو دوام زیاتوي او د کورنیو د خوړو خوندیتوب پیاوړی کوي.

د طبیعي سرې د جوړولو پروسه ډېره ساده ده او په حویلیو یا کرنیزو ځمکو کې له شته لومړنیو اسانتیاوو څخه په استفادې ترسره کېږي. د حویلۍ په یو کنج کې د یوې ساده کندې کیندل یا له سوریو لرونکو بوشکو څخه استفاده، د لندو او وچو عضوي توکو لیر په لیر واچول، او د هوا رسولو لپاره د هغې دوره‌يي مخلوط کول، ټول هغه څه دي چې د یوې غښتلې او مقوي سرې تولید لپاره اړین دي. دا ساده او عملي طریقې، د ژوند د چاپیریال د پاکولو سربېره، د ارګانیک محصولاتو په تولید کې د کورنیو ځان بسیاینې ته مناسبه زمینه برابروي.

په دې پروسه کې د سیمه‌ییزې ټولنې د بېلابېلو طبقو روزل او شاملول، د چاپیریال ساتنې د کلتور په دودولو کې کلیدي رول لري. د افغانستان د ښځو د راپورته کېدو موسسه (AOWA) ژمنه ده چې د کثافاتو د مدیریت او طبیعي سرې تولید د عملي دورو په وړاندې کولو سره، کلیوالو ټولنو ته د روغ چاپیریال، دوامداره کرنې او ځان بسیا اقتصاد په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

Categories Uncategorized

About AOWA