د AOWA موسسې له‌خوا د CIVICUS – World Alliance for Citizen Participation په مالي ملاتړ د «سایبري امنیت» روزنیز ورکشاپ د درې اوونیو دوامدارو زده کړو او ظرفیت جوړونې وروسته، د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په بریالیتوب پای ته ورسېد.

یاد پروګرام چې د اکتوبر له ۱۰مې تر ۲۹مې په کابل ښار کې ترسره شو، ټولټال ۳۰۰تنه استاذان، ځوانان او محصلین یې ګډونوال وو. د دې روزنې اساسي موخه د ډیجیټلي امنیت د پوهاوي لوړول او د ګډونوالو د معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره د عملي مهارتونو ورزده کول وو.

ګډونوال د ورکشاپ په جریان کې له لاندې مهمو موضوعاتو سره بلد شول:

  • د پاسورډ مؤثره اداره
  • د فیشینګ بریدونو پېژندل
  • د رمزګذارۍ (Encrypted) د مخابراتي وسایلو کارول
  • د معلوماتو خوندي ساتنه (فزیکي او کلاوډي)
  • د انټرنېټ خوندي کارونې طریقې
  • د خوندي اړیکو ورځني عادتونه
  • د ټولنیزو شبکو د حسابونو ساتنه

AOWA موسسه د دې نوښت د تمویل لپاره له CIVICUS – World Alliance for Citizen Participation مننه کوي او همدارنګه له ټولو هغو ځوانانو او محصلینو چې په شوق او لیوالتیا یې ګډون کړی و، قدرداني څرګندوي.

Categories Uncategorized

About AOWA