کابل ـــ د جون د پنځمې، د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د ښځو د راویښېدو مؤسسه (AOWA) د دې ورځې د درناوي ترڅنګ، د چاپېریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت پر اړتیا د پایدار پرمختګ د اساسي شرطونو له ډلې څخه په توګه ټینګار کوي.
سالم چاپېریال د انسان د ژوند، د ټولنو د روغتیا، د خوړو د خوندیتوب او پایدار پرمختګ بنسټ جوړوي. اوبه، خاوره، ځنګلونه، څړځایونه او پاکه هوا د هر هېواد له ارزښتناکو طبیعي شتمنیو څخه ګڼل کېږي، او د هغو ساتنه هغه مسؤلیت دی چې د ټولو پر اوږو پروت دی.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له جدي چاپېریالي ننګونو سره مخامخ شوی دی؛ لکه پرلهپسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو شدید کمښت، د ځنګلونو تخریب، د خاورې فرسایش، ویجاړوونکي سېلابونه او د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزې. دغو بحرانونو نه یوازې د هېواد ایکوسیستم، بلکې د خلکو معیشت، کرنیز تولیدات، د کورنیو روغتیا او د راتلونکو نسلونو راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
په دې منځ کې، د هېواد په ډېرو سیمو کې ښځې او ماشومان د نورو ټولنیزو ډلو په پرتله د چاپېریالي بحرانونو درنې اغېزې ډېرې زغمي. د اوبو کمښت او د طبیعي سرچینو له منځه تګ، د کورنیو لاسرسی د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لا ستونزمن کړی او پر هغوی یې ژور اقتصادي او ټولنیز فشارونه وارد کړي دي.
په اسلامي لارښوونو کې هم د ځمکې پر ساتنه، د اسراف پر مخنیوي او د الهي نعمتونو پر حفاظت ټینګار شوی دی. الله تعالی انسان د ځمکې امانتدار ګرځولی او د چاپېریال د ساتنې مسؤلیت یې ورسپارلی دی؛ له همدې امله، طبیعت ته درناوی او د سرچینو مسؤلانه کارونه زموږ د اسلامي او انساني ارزښتونو څرګندونه کوي.
د افغانستان د ښځو د راویښېدو مؤسسه (AOWA) باور لري چې د چاپېریال ساتنه د پایدار پرمختګ، ټولنیزې هوساینې او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه والي نه بېلېدونکې برخه ده. موږ باور لرو چې د عامه پوهاوي لوړول، د طبیعي سرچینو سم مدیریت، د ځنګلونو او اوبو د حوزو ساتنه، د ککړتیاوو کمول، او تر ټولو مهم د سیمهییزو ټولنو، په ځانګړې توګه د ښځو، فعاله او ماناداره ونډه، د اقلیمي ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره حیاتي او بنسټیز ګامونه دي.
د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت، د AOWA مؤسسه له ټولو هېوادوالو، مسؤلو ادارو، مدني ټولنو، ځوانانو او د ټولنې له مشرانو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې د چاپېریال ساتنې، د اوبو او انرژۍ د سپما، د چاپېریالي ککړتیاوو د مخنیوي او د مسؤلیتمنۍ د فرهنګ د ترویج په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
ځمکه زموږ ګډ میراث او ګډ کور دی؛ د هغې ساتنه زموږ د نن مسؤلیت او د راتلونکو نسلونو مسلم حق دی.
د افغانستان د ښځو د راویښېدو مؤسسه
Afghanistan Organization Women Arise (AOWA)
