د نړی د رضاکارانو ورځ د هغو خلکو د قدردانۍ ورځ ده چې پرته له کوم شخصي ګټې، د ټولنې د ښهوالي لپاره خپل وخت، هڅې او زړه ورکوي. رضاکاران د ګټو، مرستو او مثبت بدلون اصلي منلوونکي دي.
په AOWA کې موږ باور لرو چې رضا کاري یوازې عمل نه دی، بلکې یوه ایثار، همدردۍ او ټولنیز مسوولیت ته ژمنتیا ده. هغه کسان چې د نورو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي، زموږ د ټولنې د ریښتینو اتلانو په توګه پېژندل کېږي.
په دې ورځ، موږ ټولو ته بلنه ورکوو چې:
د رضا کارانو هڅې وستایي
د خلکو تر منځ د مرستې روحیه پیاوړې کړي
د یو داسې ټولنې د جوړېدو ملاتړ وکړي چې ورورولي، همدردي او خدمت په کې ارزښت لري
رضاکاران د بدلون رښتیني رامنځته کوونکي دي.
