د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ، هغه فرصت دی چې د ښځو مقام ته درناوی وشي، د هغوی نه ستړې کېدونکو هڅو ته ارزښت ورکړل شي، او د یوې پوهاوي، عادلانه او پرمختللې ټولنې په جوړولو کې د ښځو پر مهم او ټاکونکي رول ټینګار وشي.
اسلام ښځه یو حاشیوي عنصر نه ګڼي؛ بلکې هغه د ځمکې د آبادولو او د ټولنې د اصلاح په بهیر کې یو اساسي شریک بولي. نامتو مصري اسلامي مفکر محمد الغزالی ټینګار کاوه چې د اسلامي ټولنو وروسته پاتې کېدل د دې له امله دي چې د ښځو وړتیاوې له پامه غورځول شوې دي. هغه باور درلود چې مسلمانه ښځه لکه څنګه چې د اسلام په لومړیو زمانو کې په علمي، ټولنیزو او آن سیاسي ډګرونو کې فعاله ونډه لرله، نن ورځ هم باید په ټولو مشروعو برخو کې اغېزمن حضور ولري.
د شیخ غزالي په اند، د ښځو له زده کړو او ټولنیز مشارکت څخه محرومول د دین دفاع نه ده، بلکې پر ټولنې ظلم دی. هغه تل ټینګار کاوه چې د اسلامي امت پرمختګ د ښځو له علمي، فکري او اخلاقي ونډې پرته ممکن نه دی.
د AOWA سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر دې اصلونو ټینګار کوي:
- زده کړه د هرې ښځې اساسي حق دی.
- د ښځو ټولنیز ګډون د پایدار پرمختګ تضمین دی.
- د ښځو پیاوړتیا د کورنۍ او ټولنې بنسټونه لا پیاوړي کوي.
موږ باور لرو هغه ټولنه چې ښځې یې پوهاوي لرونکې، پیاوړې او باعزته وي، یوه قوي او روښانه راتلونکې لرونکې ټولنه ده.
موږ د مارچ اتمه د افغانستان او نړۍ ټولو ښځو ته مبارکي وایو، او د هغوی لپاره عزت، امنیت، زده کړه او برابر فرصتونه هیله کوو.
