سرطان د نننۍ زمانې له سترو روغتیایي ننګونو څخه دی چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان تر خپل اغېز لاندې راولي. د سرطان پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ یو مهم فرصت دی تر څو عامه پوهاوی لوړ شي، د مخنیوي اقدامات پیاوړي شي، او له هغو کسانو ملاتړ وشي چې له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي.
سرطان یوازې یوه جسمي ناروغي نه ده، بلکې رواني، ټولنیزې او اقتصادي پایلې هم لري. ډېرې کورنۍ د تشخیص، درملنې او د ناروغانو د پاملرنې په بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. له همدې امله، پوهاوی، وختي تشخیص او مناسبو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د مړینې د کچې په کمولو او د ژوند د هیلهمندۍ په زیاتولو کې حیاتي رول لري.
د افغانستان د ښځو د راپاڅېدو اداره (AOWA) باور لري چې د سرطان پر وړاندې مبارزه د افرادو، کورنیو، روغتیایي بنسټونو او ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري. د سالم ژوند طرز ترویج، مناسبې تغذیې ته پاملرنه، فزیکي فعالیت، د خطر عواملو کمول، او پر وخت روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کول د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول له مهمو ګامونو څخه دي.
په دې ورځ، موږ له ټولو هغو ناروغانو او د هغوی له کورنیو سره خپل پیوستون څرګندوو چې له سرطان سره مخ دي، او ټینګار کوو چې د ناروغانو رواني او ټولنیز ملاتړ د درملنې او رغېدو د بهیر نه بېلېدونکې برخه ده.
د سرطان پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ دا پیغام را په یادوي چې د پوهاوي په زیاتولو، د روغتیایي خدمتونو په پیاوړتیا، او د انساني ملاتړ له لارې، موږ کولی شو د کړاوونو په کمولو او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې اغېزمن ګامونه واخلو.
راځئ چې د پوهاوي، مخنیوي او زیاتې هیلې لپاره په ګډه هڅه وکړو.
