د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ موږ ته دا یادونه کوي چې د معلولیت لرونکي انسانان وقار، حقونه او وړتیاوې لري. معلولیت کمزوري نه ده، بلکې د انساني تنوع یوه برخه ده، او یو ټولشموله ټولنه هغه وخت رامنځته کېږي چې هر څوک د برابر ګډون او پرمختګ فرصت ولري.

په AOWA کې موږ باور لرو چې هر معلول کس — ښځه، سړی او ماشوم — دا حق لري چې پرته له تبعیضه، د وقار سره او په فعاله توګه په ټولنه کې ژوند وکړي.

راځئ چې په ګډه:
درناوی او پوهاوی پراخ کړو
برابر فرصتونه ملاتړ کړو
د ټول‌شمولې ټولنې لپاره خپل غږ پورته کړو

هیڅوک باید د توپیر له امله وروسته پاتې نه شي

Categories Uncategorized

About AOWA