د ټولنیزو بنسټیزو زده کړو پروګرام (Community-Based Education – CBE) په تېرو کلونو کې د افغانستان په کلیوالو، لېرې پرتو او محرومو سیمو کې د زده کړو له تر ټولو اغېزمنو او بریالیو پروګرامونو څخه ګڼل کېده. په هغو سیمو کې چې د جغرافیایي ستونزو، فقر، ناامنۍ او ټولنیزو محدودیتونو له امله رسمي دولتي ښوونځیو ته لاسرسی ډېر کم یا ناممکن و، دغه پروګرام سلګونه زره ماشومانو ته—په ځانګړي ډول نجونو او نورو زیان‌منونکو ماشومانو ته—د زده کړې زمینه برابره کړه او هغوی ته یې د زده کړې بنسټیز حق د لاسرسي وړ کړ. د CBE پروګرام یوازې د لوست، لیک او حساب مهارتونه نه ورزده کول، بلکې د ماشومانو پر ځان باور، د ژوند مهارتونه، ټولنیز مشارکت او د راتلونکي لپاره هیله یې هم پیاوړې کړه.

له ژورې اندېښنې سره یادونه کوو چې دغه مهم او حیاتي پروګرام د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په میاشت کې د یونیسف له لوري وځنډول شو. دغه پرېکړه د هېواد په کچه د زرګونو ماشومانو پر ژوند او راتلونکي ژور او پراخ اغېز لرلی دی. د CBE پروګرام ناڅاپي ځنډ، پرته له دې چې یو عملي او دوامدار بدیل ورته رامنځته شي، د کلیو او ولسوالیو په کچه د زرګونو ټولنیزو زده‌کړیزو مرکزونو د تړل کېدو لامل شو. د دې له امله، ډېر ماشومان یو ځل بیا د زده کړې له خپل اساسي حق څخه محروم شول—هغه ماشومان چې CBE د دوی لپاره د زده کړې یوازینۍ لاره وه.

د دې پروګرام نشتون جدي او د اندېښنې وړ پایلې لري. د بې‌سوادی زیاتوالی، د ښار او کلي ترمنځ د زده کړې واټن پراخېدل، د تعلیمي نابرابرۍ زیاتېدل او د فردي او ټولنیز پرمختګ د فرصتونو له منځه تګ د CBE د ځنډ مستقیمې پایلې دي. هغه ماشومان چې له زده کړو بې‌برخې کېږي، د ماشومانو کار، وختي او جبري ودونو، تاوتریخوالي، استثمار او رواني ستونزو له جدي خطر سره مخ کېږي. دغه ستونزې نه یوازې ماشومان زیانمنوي، بلکې پر کورنیو، ټولنو او د هېواد پر اوږدمهاله ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هم دروند بار اچوي. زده کړه د انساني پرمختګ بنسټ دی، او د یوه نسل محرومول د افغانستان د راتلونکي وړتیاوې او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د افغانستان د ښځو د راټوکېدو مؤسسه (AOWA) د یاد وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او له ملي او نړیوالو بنسټونو—په ځانګړي ډول له یونیسف او تمویل کوونکو ادارو—څخه غوښتنه کوي چې د CBE پروګرام د ځنډ پرېکړه له سره وارزوي. که د پروګرام دوام ممکن نه وي، نو بیړنۍ اړتیا ده چې یو اغېزمن، عملي او ټول‌شموله بدیل طرحه او پلی شي، تر څو په لېرې پرتو او محرومو سیمو کې د ماشومانو زده کړې دوام ومومي. هغه پرېکړې چې د نسلونو پر تعلیمي مسیر او راتلونکي مستقیم اغېز لري، باید د ټولنو پر واقعي اړتیاوو ولاړې وي، د محلي مدني ټولنو له سلا مشورو سره ترسره شي، او د بشري، ټولنیزو او پراختیايي پایلو پر بنسټ وڅېړل شي.

موږ په کلکه باور لرو چې زده کړه امتیاز نه، بلکې د هر ماشوم اساسي او نه‌ردېدونکی حق دی. په محرومو سیمو کې د ماشومانو د زده کړو دوامداره له پامه غورځول—په ځانګړي ډول د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې—یوازې تعلیمي ناکامي نه، بلکې یو جدي بشري او پراختیايي بحران دی. AOWA له ټولو مسوولو ادارو، نړیوالو سازمانونو، مدني ټولنو او د ماشومانو د حقونو له مدافعینو غوښتنه کوي چې سمدستي، همغږي او مسوولانه اقدام وکړي، تر څو زرګونه افغان ماشومان له زده کړو پاتې نه شي او د هغوی راتلونکی د لنډمهاله او بې‌بدیله پرېکړو قرباني نه‌شي. زده کړه ژوند ژغوري، او هېڅ ماشوم باید ترې محروم نه‌شي.

Categories Uncategorized

About AOWA