د افغانستان د ښځو د راټوکېدو مؤسسه (AOWA) د کوچني اختر د رارسېدو له امله د افغانستان ټولو درنو خلکو ته، په ځانګړې توګه ښځو، ماشومانو، ښوونکو او درنو کورنیو ته خپلې صمیمانه مبارکۍ او نېکې هیلې وړاندې کوي.
کوچنی اختر د یوې میاشتې عبادت، روژې نیولو، صبر او همدردۍ وروسته یو ارزښتناک فرصت دی چې د ورورولۍ روحیه تازه شي، انساني ارزښتونه پیاوړي شي او په ټولنه کې مینه او یووالی پراخ شي. دا لوی او بختور اختر موږ مهربانۍ، د اړمنو لاسنیوي، متقابل درناوي او د یوې سالمې، عادلانه او له هیلو ډکې ټولنې د جوړولو لپاره هڅو ته رابولي.
د AOWA مؤسسه هیله لري چې دا مبارک اختر د افغانستان د خلکو لپاره د پرمختګ، پوهې، نوښت، هیلو او غوړېدنې څخه ډکو ورځو پیل وي. دا مؤسسه همدارنګه د ټولنې د خدمت، د پوهاوي د پراختیا، د زده کړو د ملاتړ او د ټولنې د پرمختګ په بهیر کې د ښځو او ماشومانو د رول د پیاوړتیا په برخه کې پر خپل تعهد ټینګار کوي.
له لوی خدای جل جلاله څخه هیله لرو چې د ټولو مسلمانانو عبادتونه او طاعتونه قبول کړي او کوچنی اختر د افغانستان د خلکو او د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د خیر، برکت، یووالي او هوساینې لامل وګرځوي.
اختر مو مبارک!
