موږ د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پیل په درشل کې ولاړ یو؛ په داسې حال کې چې له بده مرغه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نجونې او هلکان د ټولنې پر بنسټ زده‌کړو (CBE) د پروګرام د پای ته رسېدو له امله له زده‌کړو څخه بې‌برخې شوي دي. ډېری دغه ماشومان چې تر پرون پورې له هیلې او هڅونې سره په درسي ټولګیو کې ګډون درلود، نن د اندېښنې او نهیلۍ په حالت کې ژوند کوي او د دوی د زده‌کړو راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

Afghanistan Organization Women Arise (AOWA) باور لري چې زده‌کړه نه یوازې د فردي او ټولنیزې ودې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده، بلکې هغه حق هم دی چې اسلام پرې په څرګنده توګه ټینګار کړی دی. د ټولو ماشومانو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو برابرول، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، د یوه روښانه راتلونکي او پیاوړې ټولنې لپاره پانګونه بلل کېږي.

موږ له ټولو مسؤلو کورنیو ادارو، ملي او نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د دې لپاره عملي او دوامدارې لارې چارې ولټوي څو ماشومان له زده‌کړو څخه د بې‌برخې کېدو څخه وژغورل شي او د ټولو ماشومانو لپاره، په ځانګړي ډول په محرومو سیمو کې، د زده‌کړو د دوام زمینه برابره شي.

Afghanistan Organization Women Arise (AOWA) همدارنګه ژمنه ده چې د اسلامي او انساني ارزښتونو په چوکاټ کې به د علم د ترویج، د پوهاوي د لوړولو او د ټولنې د پیاوړتیا لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د توانمندۍ په برخه کې، خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

زده‌کړه د راتلونکي څراغ او د ټولنې د پرمختګ کلي ده.

Categories Uncategorized

About AOWA