د افغانستان د ښځو د راپاڅېدو مؤسسه پېژندنه
Afghanistan Organization Women Arise (AOWA)
د افغانستان د ښځو د راپاڅېدو مؤسسه یو داخلي، خپلواک، غیر دولتي او غیر انتفاعي سازمان دی چې د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د غويي په ۱۷مه (د سپتمبر ۸، ۲۰۰۷ میلادي) د غیر دولتي مؤسسو د ارزونې د عالي کمېسیون د پرېکړې نمبر (۹۶۹) په اساس، د افغانستان د اقتصاد وزارت کې ثبت او راجستر شوی دی. دغه مؤسسه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د فعالیت رسمي جواز لري.
AOWA د خپل اساسنامه مطابق په څلورو مهمو برخو کې فعالیت کوي: ټولنیزې خدمتونه، تعلیم او روزنه، کرنه، او روغتیا. دغه سازمان د داوطلبانه او بشردوستانه چلند په اساس ژمن دی چې د ټولنې زیانمنو او اړمنو قشرونو ته بېطرفه خدمات وړاندې کړي، پرته له دې چې قوم، ژبه، جنس، مذهب، مقام یا سیاسي اړوندیت ولري.